له پاکستانه د ټرانزېټی سامانونو وړومبنے رېل ګاډے ایران ته راورسېد
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44380-له_پاکستانه_د_ټرانزېټی_سامانونو_وړومبنے_رېل_ګاډے_ایران_ته_راورسېد
له پاکستانه د ټرانزېټی سامانونو وړومبنے رېل ګاډے پرون د ایران زاهدان ښار ته راورسېد
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2017 03:25 Asia/Kabul
  • له پاکستانه د ټرانزېټی سامانونو وړومبنے رېل ګاډے ایران ته راورسېد

له پاکستانه د ټرانزېټی سامانونو وړومبنے رېل ګاډے پرون د ایران زاهدان ښار ته راورسېد

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د ایران د سیستان او بلوچستان صوبې د ګورنر انتظامی امنیتی مرستیال علی اصغر میر شکاری زاهدان ته د دغه رېل ګاډی د داخلېدو په مراسمو کښې د ایران او پاکستان د تعلقاتو لرغونوالی ته په اشارې سره وویل: په تېرو دوو کلونو کښې د ایران او پاکستان رسمی پوله پراخه شوې ده.

میرشکاری زیاته کړه: د ایران او پاکستان د موافقې له مخې د دواړو هېوادونو تجارتی تعلقات به په کال کښې له پینځو سوو میلین ډالرو څخه پینځه میلیارډ ډالرو ته ورسیږی.

هغه د دې په بیانولو سره چې روسیه د پاکستان لپاره یو ښه بازار دے څرګنده کړه: ایران د پاکستان لپاره یوه ښه ټرانزېټی لاره ده چې سامانونه یې په شلو ورځو کښې ماسکو ته ورسی.

په سیستان او بلوچستان کښې د پاکستان سرکنسول محمد رفیع هم په دغو مراسمو کښې وویل: نن د پاکستان او قزاقستان د وړومبنی مال ګاډی په رسېدو سره  د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د لا مضبوطیه او ساتنې لپاره وړومبنے ګام اوچت کړے شو او په راتلونکو وختونو کښې به هم د ایران  له لا زیاتو لارو په تېره بیا له سمندری لارې څخه د پاکستانی سامانونو د منتقلولو لپاره استفاده وکړې شوو.

له دغه مال ګاډی څخه په استفادې سره به په کال کښې یو میلین ټن کرهڼیز سامانونه قزاقستان ته وړل کیږی.