پاکستان افغان محصلینو ته ۳۰۰۰ بورسیې ورکوی
د پاکستان د لوړو زده کړو اداره وایی چې دا ځل یې د افغان محصلینو لپاره په ځانګړو کړو بورسونو کې دوکتورا او ماسټری هم شامله کړې ده.
دغه څرګندونې د پاکستان د لوړو زده کړو د ادارې مشر ډاکتر مختار احمد د افغانستان د ژورنالېستانو له یوه پلاوی سره د لیدنې پر مهال وکړې.
پاکستان څو میاشتې مخکې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره افغان محصلینو ته د ۳۰۰۰ بورسونو اعلان کړی و چې وروسته بیا په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د اړوندو چارواکو تر منځ یو تړون هم لاسلیک شو.
د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې مشر وویل، دوی افغان محصلینو ته د طب او انجنیرۍ تر څنګ په نورو بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو لپاره چې ۳۰۰۰ بورسونه اعلان کړی دی، دغه ځل په کې دوکتورا او ماسټری هم شامله ده.
ډاکتر مختار وویل، ډېر ژر به په کابل کې د پاکستان سفارت د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره په ګډه همکارۍ د دغو بورسونو لپاره د ازموینې اعلان وکړی.
د نوموړی په وینا، پخوا ازموینه یوازې په کابل کې اخیستل کېده او د افغانستان لرو ولایتونو محصلین یا رسېدلی نه شول او یا هم له ډېرو ستونزو سره مخ کېدل، خو اوس به د کابل تر څنګ د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې هم له افغان محصلینو ازموینې اخیستل کېږی، څو په لویه کچه محصلین له دغو بورسونو برخمن شی.
هغه وایی، د بورسونو تر څنګ دوی د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت کار کوونکو ته د روزنې پروګرامونه هم تر لاس لاندې لری.
ده زیاته کړه، له یادو ۳۰۰۰ بورسونو به هر کال ۶۰۰ محصلین د لوړو زده کړو لپاره پاکستان ته راځی او دغه ځل د لیسانس تر څنګ دوکتورا او ماسټری هم په دغو بورسونو کې شته.
مختار احمد وویل: باید دواړه هېوادونه نور د یو بل له تخریبه لاس واخلی، د تعلیم له لارې له یو بل سره نږدې شو ځکه چې د ټولو ستونزو هواری په تعلیم کې دی.
د هغه په وینا، له تعلیم څخه باید ډیپلوماتیکه ګټه واخیستل شی او د دواړو هېوادونو اړیکې ورسره ښې او د ولسونو ستونزې باید ورسره هوارې شی.
د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې مشر وویل، له افغان محصلینو څخه داسې ژمنه اخیستل کېږی چې دلته له لوړو زده کړو ترلاسه کولو وروسته به د خپل هېواد خدمت کوی.
د افغان محصلینو د ځینو ستونزو په اړه ډاکتر مختار احمد وویل، له ځینو ستونزو سره د سکالرشیپ پیسې ځنډېدلې وې، اوس پیسې بانکی حساب ته رسېدلې او ژر به پر افغان محصلینو ووېشل شی. هغه دغه راز افغان محصلینو ته د ځانګړو ویزو یادونه وکړه او ویې ویل، د محصلینو د ویزو په برخه کې هم ځینې اسانتیاوې برابرې شوې دی.