پاکستان افغان محصلینو ته ۳۰۰۰ بورسیې ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44472-پاکستان_افغان_محصلینو_ته_۳۰۰۰_بورسیې_ورکوی
د پاکستان د لوړو زده کړو اداره وایی چې دا ځل یې د افغان محصلینو لپاره په ځانګړو کړو بورسونو کې دوکتورا او ماسټری هم شامله کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2017 07:17 Asia/Kabul
  • پاکستان افغان محصلینو ته ۳۰۰۰ بورسیې ورکوی

د پاکستان د لوړو زده کړو اداره وایی چې دا ځل یې د افغان محصلینو لپاره په ځانګړو کړو بورسونو کې دوکتورا او ماسټری هم شامله کړې ده.

دغه څرګندونې د پاکستان د لوړو زده کړو د ادارې مشر ډاکتر مختار احمد د افغانستان د ژورنالېستانو له یوه پلاوی سره د لیدنې پر مهال وکړې.

پاکستان څو میاشتې مخکې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره افغان محصلینو ته د ۳۰۰۰ بورسونو اعلان کړی و چې وروسته بیا په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د اړوندو  چارواکو تر منځ یو تړون هم لاسلیک شو.

د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې مشر وویل، دوی افغان محصلینو ته د طب او انجنیرۍ تر څنګ په نورو بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو لپاره چې ۳۰۰۰ بورسونه اعلان کړی دی، دغه ځل په کې  دوکتورا او ماسټری هم شامله ده.

ډاکتر مختار وویل، ډېر ژر به په کابل کې د پاکستان سفارت د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره په ګډه همکارۍ د دغو بورسونو لپاره د ازموینې اعلان وکړی.

د نوموړی په وینا، پخوا ازموینه یوازې په کابل کې اخیستل کېده او د افغانستان لرو  ولایتونو محصلین یا رسېدلی نه شول او یا هم له ډېرو ستونزو سره مخ کېدل، خو اوس به  د کابل تر څنګ د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې هم له افغان محصلینو ازموینې اخیستل کېږی، څو په لویه کچه محصلین له دغو بورسونو برخمن شی.

هغه وایی، د بورسونو تر څنګ  دوی د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت کار کوونکو ته د روزنې پروګرامونه هم تر لاس لاندې لری.

ده زیاته کړه، له یادو ۳۰۰۰ بورسونو به هر کال ۶۰۰ محصلین د لوړو زده کړو لپاره پاکستان ته راځی او دغه ځل د لیسانس تر څنګ دوکتورا او ماسټری هم په دغو بورسونو کې شته.

مختار احمد وویل: باید دواړه هېوادونه نور د یو بل له تخریبه لاس واخلی، د تعلیم  له لارې له یو بل سره نږدې شو ځکه چې د ټولو ستونزو هواری په تعلیم کې دی.

د هغه په وینا، له تعلیم څخه باید ډیپلوماتیکه ګټه واخیستل شی او د دواړو هېوادونو اړیکې ورسره ښې او د ولسونو ستونزې باید ورسره هوارې شی.

د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې مشر وویل، له افغان محصلینو څخه داسې ژمنه اخیستل کېږی چې دلته له لوړو زده کړو ترلاسه کولو وروسته به د خپل هېواد خدمت کوی.

د افغان محصلینو د ځینو ستونزو په اړه ډاکتر مختار احمد وویل، له ځینو ستونزو سره د سکالرشیپ پیسې ځنډېدلې وې، اوس پیسې بانکی حساب ته رسېدلې او ژر به پر افغان محصلینو ووېشل شی. هغه دغه راز افغان محصلینو ته د ځانګړو ویزو یادونه وکړه او ویې ویل، د محصلینو د ویزو په برخه کې هم ځینې اسانتیاوې برابرې شوې دی.