په کراچۍ کښې د ترهګرۍ په شک دیرش کسان ونیوی شول
Apr 06, 2017 07:38 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو د سند صوبې په مرکز کښې په یولړ عملیاتو کښې په ترهګرو ډلو کښې د ګډون په شک دیرش کسان ونیول.
د پاکستان جیو ټی وی چینل خبر ورکړی چې د ایف،سی، ایریا او پنجاب کالونۍ په شمول د کراچۍ ښار په مختلفو سیمو کښې د پاکستانی پولیسو په بیګانیو عملیاتو کښې د څو افغانانو په شمول په تکفیری ډلو کښې د غړیتوب په شک دیرش کسان ونیوی شول.
د پاکستان د سند صوبې مرکز کراچۍ یو ناامنه ښار دی چې د سپاه صحابه، لشکر جهنګوی او جماعت الاحرار په شام ترهګرې ډلې د دغه ښار په شمول د پاکستان په کویټې او لاهور په شان مختلفو ښارونو کښې د سل هاو پاکستانیانو په تیره بیا د شیعه مسلمانانو په وژلو کښې لاس لری.