په پاکستان کښې هرډول پریکړه د دې هیواد پوځ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44478-په_پاکستان_کښې_هرډول_پریکړه_د_دې_هیواد_پوځ_کوی
د پاکستان یو سینیټر وویل چې په دغه هیواد کښې هرډول فیصله د پاکستان پوځ کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2017 07:53 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې هرډول پریکړه د دې هیواد پوځ کوی

د پاکستان یو سینیټر وویل چې په دغه هیواد کښې هرډول فیصله د پاکستان پوځ کوی.

د پاکستان د پښتونخوا عوامی ملی ګوند له مشرانو څخه رضا محمد رضا مونږ ته په مرکه ښې وویل: حقیقت دا دی چې د یمن خلاف د عربستان جوړ کړی ائتلاف د پاکستان په ملګرتیا جوړ شوی او اسلام آباد پکښې مهم رول لری.

هغه زیاته کړه چې د یمن خلاف د عربستان د جوړ کړی ائتلاف هدف د آل سعود او صهیونیسټی رژیم د ګټو ساتنه ده او په دغه ائتلاف کښې د پاکستان شاملیدل به د دې هیواد لپاره خطرناکې پایلې ولری.

د پاکستان د سینیټ دغه غړی د یمن د خلکو په وژله او د عراق او سوریې په جنګ کښې د داعش په شمول د ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د عربستان جنایتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: آل سعود نیت لری چې د شیعه او سنی مسلمانانو ترمینځ جنګ جوړ کړی او ورڅخه ګټه پورته کړی.

هغه څرګنده کړه: دم ګړۍ د پاکستان پوځ د یمن په محاصره کښې مهم رول لری او اسلام آباد له پکار دی چې له دې ګردابه د راوتلو لپاره جامع فکر وکړی څو خپله څیره له دې زیاته خرابه نه کړی او د آل سعود واکمنانو دوکه ونه خوری.

رضا محمد رضا زیاته کړه: که عربستان د فلسطین په ملاتړ کښې د اسرائیلو خلاف د جنګ اعلان کړی وی نو شک نشته چې د عراق، سوریې او ایران په شمول ټولو اسلامی هیوادونو به په دغه ائتلاف کښې ګډون کړی وی.