پاکستانی طالبانو د لاهور د وروستۍ چاودنې پړه ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44480-پاکستانی_طالبانو_د_لاهور_د_وروستۍ_چاودنې_پړه_ومنله
د پاکستان طالبانو ډلې د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې د ترهګرې حملې پړه ومنله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2017 07:55 Asia/Kabul
  • پاکستانی طالبانو د لاهور د وروستۍ چاودنې پړه ومنله

د پاکستان طالبانو ډلې د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې د ترهګرې حملې پړه ومنله.

د ایرنا د خبر له مخې په لاهور ښار کښې د ترهګرې چاودنې له امله اوه تنه وژل شوی او له شلو زیات زخمی شوی وو. په وژل شویو کښې څلور کسان د پاکستان امنیتی ځواکونه وو.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د یادې چاودنې د مړو له کورنیو او زخمیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ له امنیتی ځواکونو وغوښتل چې د دې جنایت د عامل یا عاملانو د پیژندلو او نیولو کوشش وکړی.

په لاهور کښې کابو یوه میاشت مخکښې هم په یوه چاودنه کښې په لس هاو کسان مړه او ژوبل شوی وو او د دغې حملې پړه جماعت الاحرار په غاړه اخیستې وه.