له قندهاره کویټې ته د چاودونکو توکو د منتقلولو پلان شنډ شو
د پاکستان امنیتی ځواکونو د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د ترهګرۍ یو ستر پلان شنډ کړ.
د پاکستان د پوځ د ردالفساد نومې عملیاتو په چوکاټ کښې د دغه هیواد امنیتی ځواکونو د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د ترهګرۍ ستر پلان شنډ کړ. د پاکستان امنیتی ځواکونو د ترلاسه کړو معلوماتو په بنیاد د بلوچستان صوبې د چمن د پاک-افغان په ګډه سرحدی سیمه کښې عملیات وکړل او د ترهګرۍ لپاره استعمالیدونکی هغه اتیا کیلوګرامه چاودونکی توکی یې ونیول چې په یو موټر کښې ځاې پرځاې کړی شوی وو.
ترهګرو غوښتل چې په دغو موادو سره په پاکستان کښې ترهګره چاودنه وکړی. په یادو عملیاتو کښې دوه ترهګر ژوندی نیول شوی دی.
د پاکستان پوځ وایی، له ابتدایی تحقیقاتو څرګندیږی چې په دغه ګاډی کښې چاودونکی توکی په قندهار کښې ایښودل شوی وو او له هلته نه پاکستان ته راوستی شوی و.