د پاکستان په ختیځ کی ۵ ترهه ګر ووژل شول
Apr 09, 2017 09:30 Asia/Kabul
زموږ خبریال ، د خبری سرچینو په حواله د ترهه ګرو او د پاکستان د امنیتی ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو خبر ور کړ.
د نوموړی راپور په اساس؛ پدغو نښته کی چی نن سهار د پنجاب صوبې د «دیر غازی خان» په سیمه کی رامنځته شوه، لږ تر لږه ۵ ترهه ګر او یو امنیتی ځواک وژل شوی، او د پاکستان د امنیتی قواؤو دری تنه هم ټپیان شول.
تر اوسه لا د وژل شویو کسانو له هویت څخه کوم راپور ترلاسه شوی نه دئ.
د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز«لاهور» کی هم، پرون د داعش په ترهه ګری ډلې پوری پیلی د جماعت الاحرار تکفیری ډلې لس غړی ووژل شول.