اسلام د مینې، امن او د زغم دین دی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44764-اسلام_د_مینې_امن_او_د_زغم_دین_دی_.
زمونږخبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف پرون په اسلام اباد کښې د سعودی عربستان دخانه کعبه له امام شیخ صالح محمد بن طالب سره په کتنې کښې وویل دپاکستان خلک له سعودی عربستان سره ژورې مذهبی او روحانی اړیکې لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2017 14:49 Asia/Kabul
  • که چیرې سعودي عربستان دترهګرو د جوړولو او ورسره دمرستو کولو کار  پریږدي نو په ټوله دنیا کښې به زر امن ټینګ شي .
    که چیرې سعودي عربستان دترهګرو د جوړولو او ورسره دمرستو کولو کار پریږدي نو په ټوله دنیا کښې به زر امن ټینګ شي .

زمونږخبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف پرون په اسلام اباد کښې د سعودی عربستان دخانه کعبه له امام شیخ صالح محمد بن طالب سره په کتنې کښې وویل دپاکستان خلک له سعودی عربستان سره ژورې مذهبی او روحانی اړیکې لری .

نوازشریف وویل د اسلام دمینې ،امن ،زغم او د انسانیت ددرنښت پیغام ټولې دنیا ته رسول دوخت ضرورت دی .

دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف وویل مذهبی متفکران او مشران باید د اسلام پرضد دمنفې تبلیغاتو د ختمولو لپاره په ګډه کوشش وکړی .

د سعودی عربستان دخانه کعبه امام شیخ صالح محمد بن طالب په څلور(۴) ورځې سفر پاکستان ته تللی دی او  په نوشهره کښې یې د جمعیت علمای اسلام دفضل الرحمان څانګې په سل (۱۰۰)کلنې غونډې کښې ګډون او وینا هم کړی وه .

هغه نن په لاهور کښې د پنجاب صوبې له اعلی وزیر شهباز شریف سره هم کتنه اوخبرې وکړې .

د خانه کعبه امام شیخ صالح محمد بن طالب چې هیواد یې (سعودی عربستان )په ټوله نړۍ کښې دوهابی ترهګرو ډلو جوړونکی او ورسره  مالی مرسته کونکی هیواد دی وویل په نړیواله سویه داسلامی امت پرخلاف او دهغه دځپلو لپاره ژوره دسیسه روانه ده  او زیاته یې کړه پاکستان او عربستان داسلامی امت ساتونکی دی او په همدې خاطر  اسلام اباد او ریاض له ټولو زیات دترهګرۍ ښکار شوی دی .

هغه وویل د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلاف چې د امریکا او اسرائیلو په حکم او دباو سره جوړ شوی دی دکوم هیواد پرخلاف او یا دساتلو لپاره نه دی بلکې د اسلامی دنیا د امن د ساتلو لپاره دی .

دخانه کعبې امام شیخ صالح محمد بن طالب وویل مونږباید ترهګرۍ ختمه کړو ځکه چې د ټولو د ودې مخه یې نیولی ده .

سیاسی شناندی وایی که چیرې سعودی عربستان دپاکستان په شمول په نورو هیوادونو کښې  دترهګرو جوړولو او ورسره دمرستو کولو کار  پریږدی نو په ټوله دنیا کښې به زر امن ټینګ شی .