پاکستان له ویسټ انډیزه دوهمه ون ډی وګټله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44786-پاکستان_له_ویسټ_انډیزه_دوهمه_ون_ډی_وګټله
د پاکستان د کرکټ ټیم په دوهمه یوه ورځنۍ  لوبه یا ون ډی کې  ویسټ انډیز ته ماته ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2017 01:28 Asia/Kabul
  • پاکستان له ویسټ انډیزه دوهمه ون ډی وګټله

د پاکستان د کرکټ ټیم په دوهمه یوه ورځنۍ  لوبه یا ون ډی کې  ویسټ انډیز ته ماته ورکړه.

 

د راپورونو له مخې د ویسټ انډیز په ګیانا کې په روانه لوبه کې پاکستان اول بیټنګ وکړ او  مقابل ټیم ته یې د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه. د پاکستان له خوا بابر اعظم  ۱۲۵ منډې وکړې او ونه سوزیده

په مقابل کې د ویسټ انډیز ټیم د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره یوازې  دوه سوه اته منډې وکړی شوې. د ویسټ  انډیز له خوا  جیسن هولډر ۶۸  او ایشلی نرس ۴۰ منډې جوړې کړې .

د پاکستان حسن علی پینځه او محمد حفیظ دوه ویکټې واخستې ، بابراعظم د لوبې غوره لوبغاړی وپیژندل شو. په دې توګه پاکستان او ویسټ انډیز په یو ورځنیو لوبو کې یو په یو برابر شول او آخری  لوبه به د اپریل په یوولسمه ترسره کیږی.