د پاکستان لومړی وزیر خپلو ملګرو ته خبرداری ورکړ .
-
نوازشریف د پوځ دپخواني مشر جنرال راحیل شریف پرضد د ترسره کیدونکو ویناو په اړه خبرداری ورکړی .
زمونږخبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف دخپل ګوند مشران د پوځ دپخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف په اړه له هرډول لانجمنو ویناو منع کړل .
دپاکستان حکومتی راډیو نن وویل لومړی وزیر نوازشریف د پوځ دپخوانی مشر جنرال راحیل شریف پرضد د ترسره کیدونکو ویناو په اړه خبرداری ورکړی .
تیره میاشت د پاکستان دمسلم لیګ ګوند دنواشریف څانګې یوه مشر او دصوبو او د سرحدی سیمو وزیر متقاعد جنرال عبدالقادر بلوچ ویلی وو که چیرې د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف د سعودی عربستان ترمشرۍ لاندې د نهو دیرشو(۳۹) هیوادونو دائتلاف مشرۍ ومنی نو هغه به یو لانجمن سړی شی .
بلوچ وویل که چیرې دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف د عربستان تر مشرۍ لاندې دائتلاف قوماندنۍ ومنی نو زه فکر کوم دغه کار به دهغه احترام چې ترلاسه کړی یې کم کړی .
دغه راز د پاکستان دسیند صوبې ګورنر محمد زبیر هم ویلی وو دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د نورو جنرالانو په شان یو(۱) عادی جنرال دی او دا دراحیل شریف حق دی چې په هیواد کښې امنیت ټینګ کړی او هغه باید دکوم خارجی ائتلاف مشرۍ ونه منی ځکه چې دغه کار به دهغه لپاره مشکلات رامینځته کړی .