په پاکستان کښې ستر ټروریسټ وژل شوی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44818-په_پاکستان_کښې_ستر_ټروریسټ_وژل_شوی_دی_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان یو ستر ترهګر کامران جمشید بهټی چې دلشکر جهنګوی وهابی ترهګرې ډلې د نعیم بخاری ډلې غړی دی بیګا دسیند صوبې په سکهر سیمه کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې د ادارې له ځواکونو سره دنښتې په وخت هلاک شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2017 10:15 Asia/Kabul
  • ترهګر عاصم د پاکستان دمشهور قوالي ویونکي امجد صابري  دوژلو او په نوروترهګرو حملو کښې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی .
    ترهګر عاصم د پاکستان دمشهور قوالي ویونکي امجد صابري دوژلو او په نوروترهګرو حملو کښې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان یو ستر ترهګر کامران جمشید بهټی چې دلشکر جهنګوی وهابی ترهګرې ډلې د نعیم بخاری ډلې غړی دی بیګا دسیند صوبې په سکهر سیمه کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې د ادارې له ځواکونو سره دنښتې په وخت هلاک شو .

کامران جمشید بهټی په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې دکراچۍ  په هوایی ډګر د حملې، په کراچۍ کښې په مهران هوایی اډې دبرید او د پولیسو دیوه(۱) لوړرتبه افسر چوهدری اسلم د وژلو په شمول په ډیرو جنایتونو کښې لاس  درلود .

دپاکستان د لشکر جهنګوی  دنعیم بخاری ډلې دمشر نعیم بخاری له نیول کیدا وروسته ستر تر کامران جمشید بهټی د لشکر جهنګوی ډلې د مالی چارو او د وسلو دبرابرولو کار پرغاړه درلود .

کامران جمشید بهټی به دلشکر جهنګوی دنعیم بخاری له یوه بل ترهګر عاصم چې تخلص یې کاپری دی اړیکې لرلې .

ترهګر عاصم د پاکستان دمشهور قوالی ویونکی امجد صابری  دوژلو او په نوروترهګرو حملو کښې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی .