په پاکستان کښې ستر ټروریسټ وژل شوی دی .
-
ترهګر عاصم د پاکستان دمشهور قوالي ویونکي امجد صابري دوژلو او په نوروترهګرو حملو کښې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان یو ستر ترهګر کامران جمشید بهټی چې دلشکر جهنګوی وهابی ترهګرې ډلې د نعیم بخاری ډلې غړی دی بیګا دسیند صوبې په سکهر سیمه کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې د ادارې له ځواکونو سره دنښتې په وخت هلاک شو .
کامران جمشید بهټی په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې دکراچۍ په هوایی ډګر د حملې، په کراچۍ کښې په مهران هوایی اډې دبرید او د پولیسو دیوه(۱) لوړرتبه افسر چوهدری اسلم د وژلو په شمول په ډیرو جنایتونو کښې لاس درلود .
دپاکستان د لشکر جهنګوی دنعیم بخاری ډلې دمشر نعیم بخاری له نیول کیدا وروسته ستر تر کامران جمشید بهټی د لشکر جهنګوی ډلې د مالی چارو او د وسلو دبرابرولو کار پرغاړه درلود .
کامران جمشید بهټی به دلشکر جهنګوی دنعیم بخاری له یوه بل ترهګر عاصم چې تخلص یې کاپری دی اړیکې لرلې .
ترهګر عاصم د پاکستان دمشهور قوالی ویونکی امجد صابری دوژلو او په نوروترهګرو حملو کښې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی .