پاکستان له ګاونډیوهیوادونوسره پر ښو اوغوره اړیکو عقیده لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44890-پاکستان_له_ګاونډیوهیوادونوسره_پر_ښو_اوغوره_اړیکو_عقیده_لری
دسحر اردو خبری چینل راپورورکړ دپاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف نن په پنجاب صوبې کې دپوځ افسری پوهنتون د فارغ التحصیلانو دپریډ په دستورو کې پخپلې وینا کې وویل ، پاکستان یو سوله غواړی هیواد دی او غواړی چې په سیمې کې امنیت ټینګ شی او له ګاونډیانوس ره ښئې او مناسبې اړیکې ولرل شو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 11, 2017 11:33 Asia/Kabul
  • پاکستان  له ګاونډیوهیوادونوسره پر ښو اوغوره اړیکو عقیده لری

دسحر اردو خبری چینل راپورورکړ دپاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف نن په پنجاب صوبې کې دپوځ افسری پوهنتون د فارغ التحصیلانو دپریډ په دستورو کې پخپلې وینا کې وویل ، پاکستان یو سوله غواړی هیواد دی او غواړی چې په سیمې کې امنیت ټینګ شی او له ګاونډیانوس ره ښئې او مناسبې اړیکې ولرل شو .

 دپاکستان لومړی وزیر  همدرااز په  دغه هیواد کې دترهه ګرو پر نابودولو هم ټینګار وکړ.

دپاکستان  لومړی وزیر    په داسې حال کې  دترهه ګرو پر نابودۍ ټینګار کوی چې  د دغه  هیواد سیاسی اومذهبی  ګوندونه اومشران  په دې اند دی چې  دنواز شریف  حکومت  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره جدی  نه دی او داسې کومه ورځ نشته چې  د دغه  هیواد په بیلابیلو  ښارونو اوښارګیو کې  دترهه ګرو په لاس  یوشمیر  کسان خپل ژوندله لاسه ورنکړی  او که  د دغه هیواد په زندانونو کې بندی په زرګونو  جنایتکار ترهه ګرو ته ورکړل شوی سزاګانې  اجرا شی ،نو  د دغه هیواد  ولس  به آرامښت او کرارې ووینی .