پاکستان له ګاونډیوهیوادونوسره پر ښو اوغوره اړیکو عقیده لری
دسحر اردو خبری چینل راپورورکړ دپاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف نن په پنجاب صوبې کې دپوځ افسری پوهنتون د فارغ التحصیلانو دپریډ په دستورو کې پخپلې وینا کې وویل ، پاکستان یو سوله غواړی هیواد دی او غواړی چې په سیمې کې امنیت ټینګ شی او له ګاونډیانوس ره ښئې او مناسبې اړیکې ولرل شو .
دپاکستان لومړی وزیر همدرااز په دغه هیواد کې دترهه ګرو پر نابودولو هم ټینګار وکړ.
دپاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې دترهه ګرو پر نابودۍ ټینګار کوی چې د دغه هیواد سیاسی اومذهبی ګوندونه اومشران په دې اند دی چې دنواز شریف حکومت له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره جدی نه دی او داسې کومه ورځ نشته چې د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو اوښارګیو کې دترهه ګرو په لاس یوشمیر کسان خپل ژوندله لاسه ورنکړی او که د دغه هیواد په زندانونو کې بندی په زرګونو جنایتکار ترهه ګرو ته ورکړل شوی سزاګانې اجرا شی ،نو د دغه هیواد ولس به آرامښت او کرارې ووینی .