په پاکستان کښې د دوو ترهګرو پانسی کیدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44900-په_پاکستان_کښې_د_دوو_ترهګرو_پانسی_کیدل
هغه دوه ترهګر چې د پاکستان د پوځی محکمې له لوری په اعدام محکوم شوی وو،نن په پنجاب صوبې کښې پانسی کړای شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2017 14:30 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د دوو ترهګرو پانسی کیدل

هغه دوه ترهګر چې د پاکستان د پوځی محکمې له لوری په اعدام محکوم شوی وو،نن په پنجاب صوبې کښې پانسی کړای شول.

زمونږ خبریال راپور راکوی،دغه دوه ترهګر د پاکستانی طالبانو او لشکر جهنګوی ترهګرې ډلګۍ غړی وو چې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې پر ښوونیزو مرکزونو،خلکو او امنیتی ځواکونو په مختلفو حملو کښې یې لاس درلوده.

په عین حال کښې د پنجاب صوبې د کمانډوئی عملیاتو مشر ارشد محمود نن په لاهور کښې وویل:په تیرو ۴۵ ورځو کښې په ډیره غازی خان کښې د ترهګرو پر ضد په ردالفساد عملیاتو کښې تر دوه نیمو سوو زیات ترهګر نیول شوی او لس ترهګر وژل شوی دی.