په پاکستان کښې د جماعت الاحرار نهه ترهګر ونیوی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44930-په_پاکستان_کښې_د_جماعت_الاحرار_نهه_ترهګر_ونیوی_شول
د پاکستان ترهګرۍ ضده ادارې CTD په پنجاب صوبه کښې په داعش پورې د پیئلې جماعت الاحرار ډلګۍ د ۹ ترهګرو د نیولو خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2017 09:14 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د جماعت الاحرار نهه ترهګر ونیوی شول

د پاکستان ترهګرۍ ضده ادارې CTD په پنجاب صوبه کښې په داعش پورې د پیئلې جماعت الاحرار ډلګۍ د ۹ ترهګرو د نیولو خبر ورکړی.

د پاکستان ترهګرۍ ضده ادارې وویل چې د جماعت الاحرار تکفیری ډلګۍ دغه کسان بیګا د پنجاب صوبې په ملتان ښار کښې د پاکستان د امنیتی ځواکونو په چاپه کښې ونیوی شول. نیول شویو کسانو په ملتان کښې د ترهګرو عملیاتو د ترسره کولو نیت درلود.

له نیول شویو کسانو څخه وسله او چاودونکی توکی هم ترلاسه شوی دی.

د ویلو ده چې د پاکستان پنجاب صوبه نن سبا د ترهګرو په مرکز بدله شوې ده او د دغه هیواد سیاسی او مذهبی شخصیتونو او ډلو له حکومته غوښتی چې د تکفیری ترهګرو خلاف جدی عملیات وکړی.