پاکستانیانو د امریکې او عربستان په تیری ګرو اقداماتو سخت اعتراض وکړ
په سل هاو پاکستانیانو د اسلام آباد پریس کلب مخې ته په راغونډیدو سره پر سوریې د امریکې د توغندوی حملو تیری جنګی جنایت وباله.
د ایرنا د خبر له مخې پاکستانی اعتراض کونکو نن د امریکې له تیری ګرو سیاستونو د کرکې او نفرت په څرګندولو سره د سوریې په پوځی اډې باندې د امریکې توغندوی بریدونه وغندل.
پاکستانی معترضینو همداشان د خپلواکو او آزادو هیوادونو خلاف د امریکې تیری ګرو بریدونو ته د نړیوالې ټولنې د غبرګون غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې امریکې د تیرې جمعې په سهار د سوریې په ادلب ولایت کښې د وروستۍ کیمیاوی حملې په پلمه د دغه هیواد د حمص ولایت په الشعیرات نومې هوایی اډې باندې په لس هاو توغندی وتوغول چې پکښې د څلورو ماشومانو په شمول ۹ ملکی وګړی وژل شوی او اوه نور ژوبل شول.
په یاده اعتراضی تجمع کښې ګډونوالو همداشان د یمن په بیګناه خلکو باندې د سعودی رژیم د ځواکونو له پرله پسې تیریو خپل قهر څرګند کړ. هغوی د آل سعود حکومت خلاف د شعارونو په ورکولو سره د یمن د مظلومو خلکو په وژله کښې د عربستان غیرانسانی اقدامات وغندل.