امریکې په پاکستان کښې د رد الفساد عملیاتو ملاتړ وکړ
په اسلام آباد کښې د امریکې سفیر له ترهګرۍ سره د پاکستان د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.
زمونږ خبریال وایی په اسلام آباد کښې د امریکې سفیر ډیویډ هیل پرون د پاکستان د پوځ د ځمکنی ځواک د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا سره په کتنه کښې د داعش په شمول ترهګرو ډلو خلاف د دغه هیواد د (ردالفساد) عملیاتو قدرونه وکړه.
د پاکستان د پوځ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د امریکې سفیر وویل چې دا عملیات به په پاکستان کښې د ترهګرۍ په نابودۍ کښې موثر ثابت شی.
له تکفیری ډلو سره د اسلام آباد د حکومت د مبارزې په لړ کښې د ډیویډ هیل څرګندونې په داسې حال کښې دی چې امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې دوه ګونی سیاست لری او پخپل مالی او پوځی ملاتړ سره په سوریې او عراق کښې د داعش او جبهة النصره په شمول د ترهګرو ډلو مرسته کوی او په فلسطین کښې هم د صهیونیسټیانو د جنایتونو او تیریو په ملاتړ سره د مسلمانانو په وژله کښې لاس لری.