د پاکستان مجلس وحدت مسلمین یو مشر له جیله خوشی شو
Apr 12, 2017 11:33 Asia/Kabul
د پاکستان په ګلګت بلتستان کښې د مجلس وحدت مسلمین لوړرتبه غړی له جیله خوشی شو.
علامه شیخ محمد بلال سمائری پرون د ګلګت بلتستان له زندانه خوشی شو.
پاکستانی پولیسو دغه مشهور عالم دوه کاله مخکښې هغه مهال نیولی و چې هغه په یمن باندې د عربستان حمله غندلې او د دغه هیواد د بیګناه خلکو وژله یې بشری ضده جنایت بللی و.
هغه همداشان د پاکستان له خلکو غوښتی وو چې په یمن کښې د عربستان جنایتونه وغندی.