پاکستان ښایی د یمن خلاف د عربستان له پوځی ائتلافه ووځی
د پاکستان دفاع وزیر خبرداری ورکړ چې که د یمن خلاف د عربستان پوځی ائتلاف فرقه پالنې ته لمن ووهی نو اسلام آباد به له دغه ائتلافه ووځی.
آوا خبری آژانس لیکلی چې خواجه محمد آصف د پاکستان د سینیټرانو په ټول کښې وویل: اسلام آباد په فرقه ایزو ډلو کښې شتون ته هیڅ ګروهنه نه لری.
د پاکستان دفاع وزیر همداشان وویل چې اسلام آباد د عربستان په ائتلاف کښې د شاملیدو یا د دغه ائتلاف د قومندانۍ د قبلولو په لړ کښې د پاکستان د پوځ د پخوانی قومندان راحیل شریف د ملاتړ یا صلاحیت په هکله هیڅ ډول سند نه دی صادر کړی.
خواجه آصف دا ادعا په داسې حال کښې کوی چې د اسلام آباد حکومت په دې وروستیو کښې د یمن خلاف جنګ کښې د عربستان د جوړ کړی ائتلاف د قومندانۍ لپاره د راحیل شریف له ګمارل کیدو سره په رسمی ډول موافقه کړې ده.
دې جنجالی کار په پاکستان کښې سخت مخالفتونه راپارولی او د دغه هیواد ډیرو شخصیتونو او سیاسی او مذهبی ډلو او همداشان د مختلفو پرګنو خلکو یې غندنه کړې ده. د پاکستان د پارلیمان مخالفو استازو هم دا پریکړه د دغه ارګان د مصوبې خلاف بللې چې له مخې یې پاکستان په تیره بیا په یمن باندې د عربستان د تیری په وړاندې بې پلوه سیاست غوره کړی.