د پاکستان د حکومت ځینی وزیران له تکفیری ډلو سره تړاو لری
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی وویل: د نواز شریف د حکومت ځینی وزیران د بیګناه انسانانو په وژلو کښې له ترهګرو ډلو سره په تړاو کښې دی.
د جماعت الاحرار، سپاه صحابه او جیش محمد په شمول تکفیری ډلو تراوسه د پاکستان د سل هاو مسلمانانو په وژله کښې لاس لرلی دی.
علامه راجا ناصر عباس جعفری بیګا د سند صوبې په خیرپور ښار کښې په یوه غونډه کښې زیاته کړه: له ترهګرو ډلو سره د د پاکستان د حکومت د ځینو وزیرانو تړاو هیواد ته د زیان رسولو ترڅنګ په هیواد کښې ناامنۍ ته هم لمن وهی.
هغه څرګنده کړه: په پاکستان کښې چې څوک د بیګناه انسانانو په وژله کښې لاس لری، ازاد ګرځی خو کوم کسان چې مسلمانان وحدت ته رابولی هغوی یا خو د ترهګرو لخوا وژل کیږی او یا یې حکومت نیسی.
د پاکستان مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی حکومت ته خبرداری ورکړ چې د شیعه مسلمانانو په هکله په خپلو سیاستونو کښې بیاکتنه وکړی او د هغوی امنیت برابر کړی او د تکفیری ډلو تر ختمولو پورې دې له هغوی سره مقابله وکړی.
هغه همداشان له جیلونو د پاکستانی شیعیانو د خوشی کیدو او د هغوی د امنیت د تامینیدو غوښتنه هم وکړه.