تحریک انصاف دپارلمان دګډې غونډې غوښتنه وکړه .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45052-تحریک_انصاف_دپارلمان_دګډې_غونډې_غوښتنه_وکړه_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان تحریک انصاف د سعودی عربستان ترمشرۍ لاندې په جعلی ائتلاف کښې د پاکستان د شاملیدا په موضوع دغور لپاره دپارلمان د ګډې غونډې د زر ترسره کیدا غوښتنه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2017 12:45 Asia/Kabul
  • که چیرې دغه پوځي ائتلاف دکوم هیواد پرضد استعمال شي نو خطرناکې پایلې به ولري .
    که چیرې دغه پوځي ائتلاف دکوم هیواد پرضد استعمال شي نو خطرناکې پایلې به ولري .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان تحریک انصاف د سعودی عربستان ترمشرۍ لاندې په جعلی ائتلاف کښې د پاکستان د شاملیدا په موضوع دغور لپاره دپارلمان د ګډې غونډې د زر ترسره کیدا غوښتنه کړی ده .

دپاکستان د تحریک انصاف دیوې(۱) مشرې میرمن شیرین مزاری او یوه بل مشر ډاکټر عارف علوی په یوې بیانیې کښې ویلی دی دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې ائتلاف  کښې دپاکستان دشاملیدا په اړه پارلمان هیڅ خبر نه دی او په دې موضوع د غور لپاره باید دپارلمان ګډه غونډه وشی .

د ویلو ده چې دپاکستان پیپلز ګوند او تحریک انصاف دپوځ دپخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف لخوا  دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دجعلی ائتلاف دقوماندنۍ دمنلو لپاره دپارلمان دغونډې د جوړیدا غوښتنه کړی وه خو دپاکستان حکومت په دې موضوع دپارلمان هیڅ غونډه جوړه نکړه او نه یې کوم توضیح ورکړ .

دپاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان څو ځله د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې د تش په نامه د جعلی ائتلاف په اړه اندیښنه څرګنده کړی ده او زیاته کړی یې ده که چیرې دغه پوځی ائتلاف دکوم هیواد پرضد استعمال شی نو خطرناکې پایلې به ولری .

د ویلو ده چې سعودی عربستان دامریکا،  د اسرائیلو  او د انګلستان په حکم او دباو سره د نهودیرشو(۳۹) هیوادونو یو جعلی ائتلاف جوړ کړی دی چې اصلی هدف یې له ایران سره مقابله کول او دترهګرو ډلو  ملاتړ او دهغوې پیاوړی کول دی .