دپاکستان ډګروال شاید استخباراتو ادارو تښتولی وی .
-
په نیپال کښې دپاکستان دپوځ متقاعد ډګروال حبیب ظاهر د کلبهوشن یادیو دنیول کیدا په دوسیې کښې رول درلود .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی نفیس ذکریا نن وویل دپوځ دپخوانی متقاعد شوی ډګروال حبیب ظاهر په تښتول کیدا کښې د خارجی استخباراتی ادارو رول نشی ردیدلای .
روانه میاشت په نیپال کښې دپاکستان دپوځ یو متقاد شوی ډګروال چې دنوکرۍ دترلاسه کولو لپاره تللی وو په مرموز ډول دهند او نیپال سرحد ته نږدې په لومبینی سیمه کښې بې درکه شوی او تراوسه یې هیڅ درک نه لګیږی.
دپاکستان حکومت د نیپال له حکومت سره په تماس کښې دی چې دپوځ دپخوانی ډګروال ځاې ځایکې معلوم کړی او د نیپال حکومت په دې اړه ملګرتیا کوی .
د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس ذکریا په بلوچستان صوبې کښې دهندوستان له نیول شوی جاسوس کلبهوشن یادیو سره په نیپال کښې د پاکستان دپوځ دپخوانی ډګروال حبیب ظاهر دبې درکه کیدا دارتباط دورکولو په اړه خبرداری ورکړ .
دویلو ده چې دپاکستان پوځی محکمې دهندوستان نیول شوی جاسوس کلبهوشن یادیو ته د مرګ سزا ورکړی ده خو هند په دې اړه پاکستان سخت خبرداری هم ورکړی دی .
اینډین ایکسپریس ورځپاڼې دهند دیوه حکومتی چارواکی په قول وویل په نیپال کښې دپاکستان دپوځ متقاعد ډګروال حبیب ظاهر د کلبهوشن یادیو دنیول کیدا په دوسیې کښې رول درلود او دهغه تښتول د کلبهوشن یادیو له دوسیې سره تړاو لری .