دپاکستان سیاستوال د ایران د وړاندیز هرکلی وکړ .
-
ترهګر دسوریې دخلکو پرضد کیمیاوي وسلې کاروي خو امریکا بیا تور دسوریې په حکومت لګوي .
دپاکستان د مشرانو جرګې سینا د بهرنی سیاست د کمیسیون غړی سید طاهر حسین مشهدی له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې دسوریې په خان شیخون سیمې دکیمیاوی حملې د عواملو د پیژندلو لپاره سوریې ته د بې پلوه حقیقت معلومونکی ډلې د استولو لپاره د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحانی د وړاندیز هرکلی وکړ .
هغه وویل دایران ولسمشر حسن روحانی دسوریې په خان شیخون سیمه کښې د کیمیاوی وسلو د عواملو د پیژندلو لپاره کاملا عاقلانه او منطقی وړاندیز کړی دی او ټول هیوادونه او لوری چې دحقیقت دمعلومیدا ادعا کوی دایران دولسمشر له دغه وړاندیز سره مخالفت نشی کولای .
دپاکستان دمشرانو جرګې دبهرنی سیاست د کمیسیون غړی سید طاهر حسین مشهدی وویل نن سبا په سوریې کښې داعش ، القاعده ، امریکا ، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان شتون لری او په داډول ګډوډ حالت کښې څرنګه دسورې دعادی خلکو پرضد دکیمیاوی وسلو کارول د حکومت کار بللی او ترهګر او پردې پوځیان تبرئه کولای شو .؟
دپاکستان د خارجه وزارت پخوانی قائمقام اکرم ذکی هم د سوریې د ادلب ولایت په خان شیخون سیمه کښې په کیمیاوی حملې کښې د لاس لرونکو عواملو د پیژندلو لپاره سوریې ته د بې پلوه حقیقت موندونکی ډلې د استولو لپاره د ایران د ولسمشر حسن روحانی وړاندیز کاملا دمنلو وړ او منطقی وباله .
امریکا دسوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې په خان شیخون سیمه کښې له کیمیاوی وسلو د سوریې دپوځ داستفادې په جعلی پلمې سره په تیرې جمعې ورځ په حمص ولایت کښې په الشعیرات هوای اډې دنهو پنځوس(۵۹) توغندیوحمله وکړه چې له کبله یې یوشمیر عادی خلک مړه او ژوبل شول .
د سوریې چارواکو په ځلونو دعادی خلکو پرضد د کیمیاوی وسلو د کارولو تور رد کړی دی .
په سوریې کښې ترهګرو ته کیمیاوی وسلې امریکا، انګلستان ، فرانسې ، اسرائیلو، سعودی عربستان، قطر، ترکیې او ځینو نوروعربواواروپایی هیوادونو ورکړی دی .
ترهګر دسوریې دخلکو پرضد کیمیاوی وسلې کاروی خو امریکا بیا تور دسوریې په حکومت لګوی چې دحملې لپاره یوه پلمه ولری .