دایران او پاکستان مرکزی بانکونو سره دبانکی ملګرتیاؤ موافقه لاسلیک کړه
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت او پاکستان داقتصادی ملګرتیاؤ د شلمې ګډې غونډې په درشل کې دپاکستان مرکزی بانک بیګا دیوې رسمی اعلامیې په خپرولو سره دبانکی ملګرتیاؤ او مکانزم په زمینې کې دایران د اسلامی جمهوریت له مرکزی بانک سره دموافقې دلاسلیک کولو خبر و رکړ .
په دغې اعلامیې کې چې د دغه هیواد په رسنیو کې ئې پراخ انعکاس درلودلی ، راغلی دی ، دایران اوپاکستان دمرکزی بانکونو مسئولانو دجمعې په ورځې په تهران کې د دواړو هیوادونو دبانکو ترمینځ دمعادلاتو دمیکانزم په باب ددواړو هیوادنو ترمینځ د بانکی ملګرتیاؤ دآسانولو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړې ده .
د دغې اعلامیې په اساس ، دپاکستان د مرکزی بانک یوه لوړروتبه مسئول مقام ریاض الدین او داسلامی ایران دمرکزی بانک د اسعاری برخې مرستیال غلام علی کامیاب د دواړو هیوادونو دمرکزی بانکونو په نمایندګۍ دغه موافقه لاسلیک کړې ده . د دغې موافقې موخه د پاکستان او ایران ترمینځ دتجارتی مبادلاتو داندازې د لوړولو لپاره د دواړو هیوادونو ترمینځ دراکړې ورکړې دمیکانزم رامینځةکول دی . په دغې اعلامیې کې همداراز راغلی دی ، په دغه میکانزم کې به د دواړو هیوادونو ترمینځ د ایل سی د حسابونو له لارې د دواړو هیوادونو ترمینځ دتجارت په وړاندې دپیسو دورکولو او لیږدولو لپاره دنړیوالو مقرراتو او قوانینو په اساس استفاده وشی ، او هیله ده د ددواړو هیوادونو دمرکزی بانکونه به خپلونوروبانکونو ته بلنه ورکړی څو د دغې موافقې په اساس د دواړو هیوادونو دتجارتی چارو دآسانولو لپاره عملی ګامونه پورته کړی .
د دغه میکانزم نور جزیات به ډیرز دپاکستان دمرکزی بانک له خوا اعلان شی . داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان اوایران لوړپوړو چارواکو په وروستیو لیدوکاتو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ په کال کې دتجارتی مبادلاتو داندازې تر پنځو میلیارډ ډالری اندازې ته د رسولو هوډ کړی دی .