دایران او پاکستان مرکزی بانکونو سره دبانکی ملګرتیاؤ موافقه لاسلیک کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45124-دایران_او_پاکستان_مرکزی_بانکونو_سره_دبانکی_ملګرتیاؤ_موافقه_لاسلیک_کړه
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت او پاکستان داقتصادی ملګرتیاؤ د شلمې ګډې غونډې په درشل کې دپاکستان مرکزی بانک بیګا دیوې رسمی اعلامیې په خپرولو سره دبانکی ملګرتیاؤ او مکانزم په زمینې کې دایران د اسلامی جمهوریت له مرکزی بانک سره دموافقې دلاسلیک کولو خبر و رکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2017 00:33 Asia/Kabul
  • دایران او پاکستان مرکزی بانکونو  سره  دبانکی ملګرتیاؤ  موافقه لاسلیک کړه

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت او پاکستان داقتصادی ملګرتیاؤ د شلمې ګډې غونډې په درشل کې دپاکستان مرکزی بانک بیګا دیوې رسمی اعلامیې په خپرولو سره دبانکی ملګرتیاؤ او مکانزم په زمینې کې دایران د اسلامی جمهوریت له مرکزی بانک سره دموافقې دلاسلیک کولو خبر و رکړ .

په دغې اعلامیې کې چې  د دغه هیواد په رسنیو کې ئې پراخ انعکاس درلودلی ، راغلی دی ، دایران اوپاکستان دمرکزی بانکونو مسئولانو  دجمعې په ورځې   په تهران کې  د دواړو هیوادونو دبانکو ترمینځ دمعادلاتو دمیکانزم  په باب ددواړو هیوادنو ترمینځ  د بانکی  ملګرتیاؤ دآسانولو لپاره  یوه موافقه لاسلیک کړې ده . 

 د دغې اعلامیې په اساس ،  دپاکستان د مرکزی  بانک  یوه لوړروتبه مسئول مقام  ریاض الدین  او  داسلامی ایران دمرکزی بانک د اسعاری برخې مرستیال  غلام علی  کامیاب  د دواړو هیوادونو  دمرکزی بانکونو  په نمایندګۍ  دغه  موافقه لاسلیک کړې ده .  د دغې موافقې موخه  د پاکستان او ایران ترمینځ دتجارتی مبادلاتو داندازې د لوړولو لپاره د دواړو  هیوادونو  ترمینځ   دراکړې ورکړې  دمیکانزم  رامینځةکول دی .  په دغې اعلامیې  کې  همداراز راغلی دی ، په دغه میکانزم کې به  د دواړو هیوادونو ترمینځ د  ایل سی   د حسابونو له لارې د دواړو هیوادونو ترمینځ دتجارت په  وړاندې  دپیسو  دورکولو او لیږدولو  لپاره دنړیوالو  مقرراتو او قوانینو په اساس استفاده وشی ، او هیله ده  د ددواړو  هیوادونو دمرکزی بانکونه  به  خپلونوروبانکونو ته بلنه ورکړی څو  د دغې موافقې په اساس  د دواړو هیوادونو دتجارتی چارو دآسانولو لپاره  عملی ګامونه پورته کړی .

 د دغه میکانزم  نور جزیات به ډیرز  دپاکستان دمرکزی بانک له خوا اعلان شی . داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان اوایران لوړپوړو چارواکو په وروستیو لیدوکاتو کې  د دواړو  هیوادونو ترمینځ  په کال کې دتجارتی مبادلاتو داندازې تر پنځو میلیارډ ډالری اندازې ته  د رسولو هوډ کړی دی .