د پاکستان امنیتی ځواکونو په مسیحیانو باندی ترهه ګره حمله شنډه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45178-د_پاکستان_امنیتی_ځواکونو_په_مسیحیانو_باندی_ترهه_ګره_حمله_شنډه_کړه
د پاکستان پوځ اعلان وکړ: د دغه هیواد امنیتی ځواکونو د دغه هیواد د لاهور په ښار کی د یو ترهه ګر په وژلو؛ او د هغه د ملګری په نیولو سره، د پاکستان په مسیحی لږکیو باندی، یوه ستره ترهه ګره حمله شنډه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2017 12:59 Asia/Kabul
  • د پاکستان امنیتی ځواکونو په مسیحیانو باندی ترهه ګره حمله شنډه کړه

د پاکستان پوځ اعلان وکړ: د دغه هیواد امنیتی ځواکونو د دغه هیواد د لاهور په ښار کی د یو ترهه ګر په وژلو؛ او د هغه د ملګری په نیولو سره، د پاکستان په مسیحی لږکیو باندی، یوه ستره ترهه ګره حمله شنډه کړې ده.

له اسلام آباد څخه د آسوشیتدپرس د راپور په اساس، د پاکستان پوځ نن د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: پدغو عملیاتو کی همداراز، د دغه هیواد څلور پوځیان هم ژوبل شول.

د پاکستان د پوځ عملیات؛ د لاهور په ښار کی په کلیساګانو کی د عید پاک له مراسمو سره په یو وخت اجرا شول.