امریکا په سوریه کې په بحران سره د اسراییلو ساتنه غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45188-امریکا_په_سوریه_کې_په_بحران_سره_د_اسراییلو_ساتنه_غواړی
د پاکستان د پنجاب صوبې د شیعه عالمانو د شورا مشر وویل : امریکا په سوریه کې د بحران په جوړولو سره په دې لټه کې ده چې  صهیونسټ رژیم وساتی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2017 17:21 Asia/Kabul
  • امریکا په سوریه کې په بحران سره د اسراییلو ساتنه غواړی

د پاکستان د پنجاب صوبې د شیعه عالمانو د شورا مشر وویل : امریکا په سوریه کې د بحران په جوړولو سره په دې لټه کې ده چې  صهیونسټ رژیم وساتی.

 

 زمونږ د  خبریال د راپور له مخې د پنجاب صوبې د عاملانو  د شورا مشر علامہ سید سبطین حیدر سبزواری نن  په لاهور کې خبریالانو ته وویل  امریکا په سوریه کې د صهیونسټ رژیم او خپلو ګټو پسې ده .

سبزواری د عربی هیوادونو په غلطو سیاستونو په نیوکې سره وویل : لویدیځ هیوادونه او امریکا غواړی د سوریې د مسالې له لارې  په عربی او  اسلامی هیوادونو کې نفوذ وکړی او هغوی له یو بل سره ښکیل کړی.

د پاکستان د پنجاب صوبې د عالمانو د شورا مشر وویل د سوریې مساله یوازې د خبرو اترو له لارې حل کیدی شی او نړیواله ټولنه باید له سوله ایزې لارې د هغې د هواری لپاره اقدام وکړی.

 ده زیاته کړه هیڅوک د سوریې د قانونی ولسمشر بشار اسد  دولت په زوره نه شی څنګه ته کولی ځکه چې خلک ورسره ولاړ دی.

د امریکا پوځ په دا وروستیو کې  د سوریې په ادلب کې په  خان شیخون سیمه کې له کیمیایی وسلو د سوریې دپوځ د استفادې په پلمې سره  په دغه هیواد توغندویی بریدونه وکړل چې پکې د سوریې یو شمیر کسان مړه او ژوبل شول.