امریکا په سوریه کې په بحران سره د اسراییلو ساتنه غواړی
د پاکستان د پنجاب صوبې د شیعه عالمانو د شورا مشر وویل : امریکا په سوریه کې د بحران په جوړولو سره په دې لټه کې ده چې صهیونسټ رژیم وساتی.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د پنجاب صوبې د عاملانو د شورا مشر علامہ سید سبطین حیدر سبزواری نن په لاهور کې خبریالانو ته وویل امریکا په سوریه کې د صهیونسټ رژیم او خپلو ګټو پسې ده .
سبزواری د عربی هیوادونو په غلطو سیاستونو په نیوکې سره وویل : لویدیځ هیوادونه او امریکا غواړی د سوریې د مسالې له لارې په عربی او اسلامی هیوادونو کې نفوذ وکړی او هغوی له یو بل سره ښکیل کړی.
د پاکستان د پنجاب صوبې د عالمانو د شورا مشر وویل د سوریې مساله یوازې د خبرو اترو له لارې حل کیدی شی او نړیواله ټولنه باید له سوله ایزې لارې د هغې د هواری لپاره اقدام وکړی.
ده زیاته کړه هیڅوک د سوریې د قانونی ولسمشر بشار اسد دولت په زوره نه شی څنګه ته کولی ځکه چې خلک ورسره ولاړ دی.
د امریکا پوځ په دا وروستیو کې د سوریې په ادلب کې په خان شیخون سیمه کې له کیمیایی وسلو د سوریې دپوځ د استفادې په پلمې سره په دغه هیواد توغندویی بریدونه وکړل چې پکې د سوریې یو شمیر کسان مړه او ژوبل شول.