سبا د ایران او پاکستان ګډ اقتصادی کمېشن جوړیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45228-سبا_د_ایران_او_پاکستان_ګډ_اقتصادی_کمېشن_جوړیږی
د ایران او پاکستان د ګډو اقتصادی ملګرتیاو د کمېشن شلمه ناسته د ګل او نهې په ورځ یعنې د اپرېل په اولسمه او اتلسه نېټه په تهران کښې جوړیږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2017 07:53 Asia/Kabul
  • سبا د ایران او پاکستان ګډ اقتصادی کمېشن جوړیږی

د ایران او پاکستان د ګډو اقتصادی ملګرتیاو د کمېشن شلمه ناسته د ګل او نهې په ورځ یعنې د اپرېل په اولسمه او اتلسه نېټه په تهران کښې جوړیږی.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د ایران د کورنیو چارو د وزارت د سیمه ایزې ترقۍ او د اقتصادی چارو د غږملتیا مرستیال بابک دین پرست وویل: د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی او د پاکستان د صوبائی او پوله ایزو سیمو د چارو وزیر عبدالقادر بلوچ به د دواړو هېوادونو د اقتصادی ملګرتیاو د ګډ کمېشن په شلمه غونډه کښې ګډون وکړی.

دین پرست زیاته کړه: ایران  او پاکستان به په دغه غونډه کښې په اسلام آباد کښې د 2014 کال په دسمبر کښې د دواړو هېوادونو د اقتصادی ملګرتیاو د ګډ کمېشن د نولسمې غونډې د مصوبو د اجرا د چلند د تعقیبولو ترڅنګه د اقتصادی، تجارتی، سوداګری او بېنکی ملګرتیاو د ودې او پراختیا لپاره د موجودو زمینو څېړنه وکړی.