پاکستان په ایران کښې له سیلاب ځپلو سره خواخوږی څرګنده کړه
Apr 16, 2017 16:05 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت نن په یو پیغام کښې د سیلاب په پیښه کښې د ایران د شمال لویدیځو ولایتونو د یوشمیر کسانو د وژل کیدو تسلیت ووایه.
ایرنا خبری آژانس لیکلی چې په دغه پیغام کښې راغلی دی: د پاکستان حکومت او خلک د ایران په آذربایجانِ شرقی، آذربایجان غربی، کردستان او زنجان ولایتونو کښې د سیلاب له امله د یوشمیر ایرانیانو د سرونو بایللو په وجه د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت او ولس ته تسلیت وایی.
په دغه پیغام کښې همداشان راغلی چې د پاکستان حکومت او ولس په سیلاب کښې د وژل شویو له کورنیو سره خپله خواخوږی څرګندوی.
د ویلو ده چې له وړمې ورځې راهیسې د ایران په ځینو لویدیځو او شمال لویدیځو ولایتونو کښې سیلاب راغلی چې له امله یې تراوسه څلویښت کسان مړه شوی دی.