د لکونو افغانانو غیرقانونی پاکستانی تابعیت باطل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45328-د_لکونو_افغانانو_غیرقانونی_پاکستانی_تابعیت_باطل_شو
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل: هغه کابو ۵ لکه او ۲۵ زره ناقانونه شناختی کارډونه چې بهرنیو ښاریزو درلودل، باطل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2017 06:43 Asia/Kabul
  • د لکونو افغانانو غیرقانونی پاکستانی تابعیت باطل شو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل: هغه کابو ۵ لکه او ۲۵ زره ناقانونه شناختی کارډونه چې بهرنیو ښاریزو درلودل، باطل شوی دی.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې چودری نثار علی خان زیاته کړه: په تیرو کلونو کښې درې نیم میلیون افغانستانی اتباعو پاکستانی تابعیت ترلاسه کړی دی او په دې هیواد کښې اوسیږی.

هغه اعلان وکړ چې په تیرو وختونو کښې د سستۍ او غفلت په وجه یوه ډله کسانو د زرهاو روپیو په ورکولو سره پاکستانی تابعیت اخیستی و خو په دغه هیواد کښې د شناختی کارډونو او نادرا د سیسټمونو په اپ ګریډ کیدو سره به نور دا کار ونه شی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: د بنګله دیش، هندوستان، عراق او انډونیشیا یوشمیر ابتاعو هم د پناهندګۍ په اخیستو سره پاکستانی تابعیت ترلاسه کړی دی.