په پاکستان کښې د ناامنۍ او وژلو دوام اندیښمنونکی دی
Apr 17, 2017 06:57 Asia/Kabul
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی په دغه هیواد کښې د ناامنۍ او وژلو له دوامه اندیښنه څرګنده کړه.
علامه راجا ناصر عباس جعفری په اسلام آباد کښې په یوه وینا کښې وویل: ترڅو چې د تکفیری ډلو خلاف جدی عملیات ونه شی تر هغې به د پاکستان امنیتی حالات ښه نه شی.
هغه زیاته کړه: د پاکستان حکومت له پکار دی چې د ټولو ترهګرو ډلو خلاف عملیات وکړی څو په دې هیواد کښې د ترهګرۍ مونډ ووځی.
علامه راجا ناصر عباس جعفری څرګنده کړه چې د شیعیانو د وژلې د مخنیوی او د نیول شویو د آزادۍ لپاره د پاکستان د حکومت له ژمنو سره سره حکومت تراوسه هیڅ جدی اقدام نه دی کړی.
د ویلو ده چې د سپاه صحابه او لشکر جهنګوی په شمول تکفیری ډلې په پاکستان کښې د بیګناه خلکو په وژله کښې لاس لری.