د پاکستان او ایران ترمینځ د غیررسمی تجارت مخه باید ونیوله شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45352-د_پاکستان_او_ایران_ترمینځ_د_غیررسمی_تجارت_مخه_باید_ونیوله_شی
د پاکستان د سرحدی سیمو د چارو وزیر وویل: غیررسمی تجارت د پاکستان او ایران ملی خزانې له عایده بې برخې کوی او دواړو هیوادونو ته له دې ګواښ سره مقابله پکار ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2017 10:36 Asia/Kabul
  • د پاکستان او ایران ترمینځ د غیررسمی تجارت مخه باید ونیوله شی

د پاکستان د سرحدی سیمو د چارو وزیر وویل: غیررسمی تجارت د پاکستان او ایران ملی خزانې له عایده بې برخې کوی او دواړو هیوادونو ته له دې ګواښ سره مقابله پکار ده.

د ایرنا د خبر له مخې عبدالقادر بلوچ نن په تهران کښې د پاکستان او ایران د اقتصادی ملګرتیاو د ګډ کمیشن په شلمه غونډه کښې څرګنده کړه: د غیررسمی تجارت خطر د تعرفه ایزو او غیرتعرفه ایزو خنډونو په لرې کولو سره له منځه ځی.

د پاکستان د سرحدی سیمو د چارو وزیر زیاته کړه: اسلام آباد او تهران باید د دواړو هیوادونو د اړیکو د اسانولو لپاره د ویزو صادرول اسان کړی.

د ایران او پاکستان د اقتصادی ملګرتیاو د ګډ کمیشن شلمه غونډه نن سهار د ایران د کورنیو چارو د وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی او د پاکستان د سرحدی سیمو د چارو د وزیر عبدالقادر بلوچ په شتون سره په تهران کښې پیل شوه او تر سبا پورې به دوام لری.