دمشعال خان دوژلې یوه تورن اعتراف کړی چې دپوهنتون مشرانو لمسولی ؤ
زمونږخبریال دجنګ خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دخیبرپختونخواه دمران ښار د ولی خان پوهنتون دڅوورځې مخکې دځینو ورانکارو کسانو په لاس په بوږنونکی ډول دیوه وژل شوی محصل مشعال خان په دوسیې کې اوڅاره پرمختګ شوی دی .
راپورښئ د دغې وژلې یوه نیول شوی تورن وجاهت دپولیسو په پلټنې کې اعتراف کړی ، چې دمشعال خان په ضد د مذهبی نفرت دخورولو په باب ئې د پوهنتون د ځینو مشرانو په لمسونې دنورو محصیلینو په ټول کې نفرت اچونکی خبرې کړی او دمشعال خان په خلاف ئې نور محصیلین دهغه د وژلو لپاره لمسولی دی . هغه ویلی د اپریل په دیارلسمه نیټه هغه د پوهنتون دمشر چیرمین دفتر ته وبلل شو چې هلته له پنځلسو تر شلو پورې نور کسان هم موجود وو چې په هغو کې پروفیسر ضیاء ا... ، انیس او سپرنټنډینټ ارشد او سعید بابو او ادریس هم موجود ول .
تورن وجاهت ویلی دپوهنتون مشرانو ورته وئیلی چې پخپلو خبرو کې دې ووائی چې مشعال خان د پیغمبر اکرم په شان کې ګستاخی کړې او دمذهب سپکاوی ئې کړی څو دهغه په خلاف فضا کرکیجنه شی او محصیلین دهغه په خلاف اقدامات وکړی . هغه په عین حال کې وویل که ماته د دغې دسیسې بشپړ اطلاع وائ نو هیڅکله به پوهنتون ته نه وائ راغلی . هغه وویل چې پاریدلو محصیلینو په ټول کې مو د مشعال خان په وسیله د پیغمبر اکرم په شان کې دګستاخۍ خبره وکړه چې یوه بل کس فهیم دما خبره فوری تائید کړه . او پاریدلی محصیلین دمشعال خان د وژلو لپاره تیار شول او په دغه ټول کې د پوهنتون دامنیتی چارو مسئول بلال هم دمحصیلینو په لمسولو کې رول درلود.
داپه داسې حال کې دی چې څوورځې مخکې د خیبر پختونخواه صوبې په مردان ښار کې د ولی خان پوهنتون یو محصل مشعال خان د پوهنتون دځینو مشرانو په لمسونې سره دیوشمیر افراط پالو او ورانکارو کسانو په لاس په ډیر بوږنونکی ډول ووژل شو چې په درست پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولی او د هغه دقاتلانو د سخت سزاکولو غوښتنې شوی دی .