دپاکستان پوځ دشفافو انتخاباتو ژمنه وکړه .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45416-دپاکستان_پوځ_دشفافو_انتخاباتو_ژمنه_وکړه_.
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل چې ما په اسلام اباد کښې د افغانستان له سفیر زاخیلوال سره له کتنې وروسته دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره یو(۱) ساعت کتنه وکړه او له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلی سیمو دیوځاې کیدا او د افغانستان او دپاکستان د سرحدونو دبندیدا په اړه مو ورسره خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2017 08:18 Asia/Kabul
  • عمران خان وویل ما دپوځ له مشر څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکو انتخاباتو کښې د رایو د مرکزونو دننه او دباندې پوځیان دیره کړي
    عمران خان وویل ما دپوځ له مشر څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکو انتخاباتو کښې د رایو د مرکزونو دننه او دباندې پوځیان دیره کړي

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل چې ما په اسلام اباد کښې د افغانستان له سفیر زاخیلوال سره له کتنې وروسته دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره یو(۱) ساعت کتنه وکړه او له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلی سیمو دیوځاې کیدا او د افغانستان او دپاکستان د سرحدونو دبندیدا په اړه مو ورسره خبرې وکړې .

عمران خان وویل ما  مخکې د پاکستان دپوځ له مشر سره کتنه نه وه کړی او دغه کتنه زما په غوښتنه وشوه .

هغه وویل ما دپاکستان دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره د انتخاباتو په هکله هم خبرې وکړې او ورته مو وویل چې شفافو انتخاباتو ته جمهوریت وای  او دپوځ مشر هم وویل زه په جمهوریت باور لرم او هغه(قمر جاوید باجوا) په شفاف ډول د انتخاباتو د ترسره کیدا ژمنه وکړه .

دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان وویل ما دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا ته په ښکاره ډول وویل چې مونږ به  په راتلونکی کښې د ۲۰۱۳ میلادی کال د انتخاباتو په شان د ټول ټاکنو دترسره کیدا اجازه ورنکړو .

عمران خان وویل ما دپوځ له مشر څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکو انتخاباتو کښې د رایو د مرکزونو دننه او دباندې پوځیان دیره کړی چې د درغلۍ مخه ونیول شی .