پاکستانی سوداګر له ایران سره د تجارتی او اقتصادی اړیکو پراختیا غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45492-پاکستانی_سوداګر_له_ایران_سره_د_تجارتی_او_اقتصادی_اړیکو_پراختیا_غواړی
پاکستانی سوداګرو د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دوه اړخیزو تجارتی او سوداګری اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2017 03:26 Asia/Kabul
  • پاکستانی سوداګر له ایران سره د تجارتی او اقتصادی اړیکو پراختیا غواړی

پاکستانی سوداګرو د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دوه اړخیزو تجارتی او سوداګری اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې یوه ډله سوداګرو د دغې صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له سرکنسول محمد رفیعی سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د آزاد تجارت د موافقې (ایف، ټی، ای) د فاینل کیدو او لاسلیکیدو په بهیر کښې په چټکتیا ټینګار وکړ.

پاکستانی سوداګرو په دغه کتنه کښې د ایران او پاکستان ترمینځ د دا ډول تړون لاسلیک او اجرا کیدل د دواړو هیوادونو په پولو کښې د غیرقانونی تجاری فعالیتونو او د شیانو د قاچاق د ختمیدو لامل وبلل.

پاکستانی تاجرانو همداشان د دواړو هیوادونو ترمینځ د بار د وړلو د لګښت د کمیدو او د ګمرک یا کسټمز د ستونزو په هواری هم ټینګار وکړ.

په همدې لړ کښې ایران او پاکستان پرون په تهران کښې د دواړو هیوادونو د ګډو اقتصادی ملګرتیاو د کمیشن د شلمې غونډې په پاې کښې د اقتصادی او تجارتی اړیکو د پراختیا لپاره د ملګرتیا یو تړون هم لاسلیک کړ.