دپاکستان پوځ له ایران سره تاریخی اړیکو ته ډیر اهمیّت ورکوی
ایرناخبری اژانس راپورو رکړ دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرا ل قمر جاوید باجوه نن په په پنډۍ کې د دغه هیواد د پوځ په هیډکوارټر کې د ایران داسلامی جمهوریت له سفیر مهدی هنردوست سره په کتنې کې ټینګار کړی هیواد ئې له ایران سره تاریخی اړیکو ته زیات ارزښت ته قایل دی او دغه اړیکې به دمتقابل احترام په اساس دوام ولری .
جنرال باجوا او مهدی هنر دوست په دغې کتنې کې په سیمې د روانو امنیتی موضوعګانو په سپړلو سره د د ګډ ګواښ په توګه دترهه ګرۍ په ضد داقداماتو دغوره کولو پشمول د دواړو هیوادونو ددلچسپۍ وړ موضوعګانې هم وڅیړلې او پرې بحث او خبرې اترې وکړی .
داپه داسې حال کې دی چې په تیرو دوو میاشتو کې دا دپاکستان دپوځ دعمومی قوماندان او ایران د سفیر دوهمه کتنه ده . دتیرې کب میاشتې په څوارلسمه نیټه او پاکستان ته داسلامی ایران دولسمشر حسن روحانی له سفرو څو وروځې وروسته دپاکستان د پوځ عمومی قوماندان حنرال باجوه دایران له سفیر سره په کتنې کې ټینګار کړی ، پاکستان دایران اوپاکستان تاریخی اړیکو ته ډیر اهمیّت ورکوی او دااړیکې به هیڅکله هم په هرډول حالاتو کې اغیزمنې نشی .