دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان د دیرشو خطرناکو ترهه ګرودپانسۍ فیصله تائیدکړه
زمونږخبریال د ډان نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ د آئی ایس پی آر داعلامیې په اساس دپاکستان دپوځ عومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا د هغو دیرشو خطرناکو ترهه ګرو دپانسۍ فیصله لاسلیک کړې چې د ترهه ګرۍ په ضد پوځی محکمو ورته اورولې وه .
په دغې اعلامیې کې ویل شوی دی ، دغه ترهه ګر دپاکستان دپیښور دپبلک آرمی سکول ، سید شریف هوائی ډ ګر ، عامو خلکو ، پوځیانو ، امنیتی مامورانو په وژلو او برمتګرۍ او غلاګانو کې شریک وو.
داپه داسې حال کې دی چې ډیری شناندی اوددچارو کارپوهان وائی که پاکستان حکومت اوپوځ هغو په زرګونو ترهه ګرو ته اورول شوی سزاګانې اجرا کړی چې د دغه هیواد په بندونو کې دجنایتونو او ورانکاریو په جرم بندیان دی او له محکمو ورته سزاګانې اورول شوی دی ، نو د دغه هیواد ولس به آرامښت او کراری ووینی خو دا دپاکستان سیاسی ،پوځی او قضائی چارواکی دی چې په دې اړه ئې تراوسه پورې جدی ګامونه نه دی پورته کړی .