ترهګرۍ پاکستان ته زیات مالی تاوانونه اړولی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45558-ترهګرۍ_پاکستان_ته_زیات_مالی_تاوانونه_اړولی_دی_.
زمونږخبریال وایی دپاکستان دصوبو او د سرحدی سیمو سفرون(Safron) وزیرعبدالقادر بلوچ پرون په تیرو شپږو(۶) کلونو کښې دافغانستان او دپاکستان په سرحدی سیمو کښې دترهګرۍ پرضد د پاکستان دجنګ د لګښتونو او د انسانی تاوانونو په اړه پارلمان ته اطلاعات ورکړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2017 00:19 Asia/Kabul
  • دپاکستان په قبایلي سیمو کښې د شخړو له کبله ۵۷۴۰ کسان وژل شوي  چې ۵۳۳۲ یې ملکي خلک دي .
    دپاکستان په قبایلي سیمو کښې د شخړو له کبله ۵۷۴۰ کسان وژل شوي چې ۵۳۳۲ یې ملکي خلک دي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دصوبو او د سرحدی سیمو سفرون(Safron) وزیرعبدالقادر بلوچ پرون په تیرو شپږو(۶) کلونو کښې دافغانستان او دپاکستان په سرحدی سیمو کښې دترهګرۍ پرضد د پاکستان دجنګ د لګښتونو او د انسانی تاوانونو په اړه پارلمان ته اطلاعات ورکړل .

بلوچ دپارلمان استازیو ته  په وینا کښې وویل دفیډرالی قبایلی سیمو فاټا سیکرټریټ دپینځو(۵) قبایلی سیمو چیرې چې  ځایی خلک د پوځی عملیاتو له ختمیدا وروسته خپلو سیمو ته په ستنیدا دی ځایی پولټیکل انتظامیو او حکومتونو ته شپږ اعشاریه اته دیرش میلیارډه روپۍ ورکړی دی .

هغه وویل په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې د پاکستان په پیښور کښې دپوځ په ښوونځی د طالبانو ډلې له حملې وروسته په قبایلی سیمو کښې د ضرب عضب د عملیاتو له پیلیدا وروسته چې زرګونو خلک یې دهیواد  نوروسیمو ته کډوالیدا ته مجبوره کړل کړکیچ خپل اوج ته رسیدلی وو .

هغه وویل په تیرو شپږو(۶) کلونو کښې دپاکستان په قبایلی سیمو کښې د شخړو له کبله ۵۷۴۰ کسان وژل شوی  چې ۵۳۳۲ یې ملکی خلک دی .

دویلو ده چې په پاکستان کښې له اکثرو ترهګرو ډلو سره سعودی عربستان، قطر، متحده عربی امارات ، امریکا او ځینې نوروهیوادونه مالی اوپوځی مرستې کوی .