په پاکستان کښې اته ټروریسټان هلاک شوی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45570-په_پاکستان_کښې_اته_ټروریسټان_هلاک_شوی_.
زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان دپنجاب صوبې د شیخوپوره په نارنګ منډی سیمه کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې د ادارې دځواکونو په عملیاتو کښې د طالبانو او دجماعت احرار ترهګرو ډلو اته(۸) غړی هلاک شوی او دډزو په تبادلې کښې دوه(۲) حکومتی پوځیان هم ژوبل شوی چې روغتون ته وړل شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2017 01:44 Asia/Kabul
  • له وژل شویو ترهګرو څخه درې(۳) کلوګرامه چاودیدونکي مواد  او د ځان وژونکو حملو جیکټونه هم کشف شوي دي .
    له وژل شویو ترهګرو څخه درې(۳) کلوګرامه چاودیدونکي مواد او د ځان وژونکو حملو جیکټونه هم کشف شوي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان دپنجاب صوبې د شیخوپوره په نارنګ منډی سیمه کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې د ادارې دځواکونو په عملیاتو کښې د طالبانو او دجماعت احرار ترهګرو ډلو اته(۸) غړی هلاک شوی او دډزو په تبادلې کښې دوه(۲) حکومتی پوځیان هم ژوبل شوی چې روغتون ته وړل شوی .

ددغوعملیاتو په بهیر کښې څلور(۴) ترهګر په تښتې بریالی شوی هم دی .

له وژل شویو ترهګرو څخه درې(۳) کلوګرامه چاودیدونکی مواد  او د ځان وژونکو حملو جیکټونه هم کشف شوی دی .

په پاکستان کښې طالبانو،جماعت احرار ،لشکر جهنګوی ،سپاه صحابه او ځینو نورو ترهګرو ډلو له تیرو څوکلونو راهسې په حملو او بم چاودنو کښې د ګڼ شمیر شیعه اوسنی مسلمانانو په شمول ډیر خلک وژلی او اوس هم حملوته دوام ورکوی .