په پاکستان کښې اته ټروریسټان هلاک شوی .
Apr 20, 2017 01:44 Asia/Kabul
-
له وژل شویو ترهګرو څخه درې(۳) کلوګرامه چاودیدونکي مواد او د ځان وژونکو حملو جیکټونه هم کشف شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان دپنجاب صوبې د شیخوپوره په نارنګ منډی سیمه کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې د ادارې دځواکونو په عملیاتو کښې د طالبانو او دجماعت احرار ترهګرو ډلو اته(۸) غړی هلاک شوی او دډزو په تبادلې کښې دوه(۲) حکومتی پوځیان هم ژوبل شوی چې روغتون ته وړل شوی .
ددغوعملیاتو په بهیر کښې څلور(۴) ترهګر په تښتې بریالی شوی هم دی .
له وژل شویو ترهګرو څخه درې(۳) کلوګرامه چاودیدونکی مواد او د ځان وژونکو حملو جیکټونه هم کشف شوی دی .
په پاکستان کښې طالبانو،جماعت احرار ،لشکر جهنګوی ،سپاه صحابه او ځینو نورو ترهګرو ډلو له تیرو څوکلونو راهسې په حملو او بم چاودنو کښې د ګڼ شمیر شیعه اوسنی مسلمانانو په شمول ډیر خلک وژلی او اوس هم حملوته دوام ورکوی .