د پاکستان او افغانستان ترمینځ د انګور اډې سرحد هم پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45626-د_پاکستان_او_افغانستان_ترمینځ_د_انګور_اډې_سرحد_هم_پرانیستل_شو
سویلی وزیرستان کښې د پاکستان او افغانستان ترمیځ دریمه سرحدی لاره پرانیستله شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2017 11:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان او افغانستان ترمینځ د انګور اډې سرحد هم پرانیستل شو

سویلی وزیرستان کښې د پاکستان او افغانستان ترمیځ دریمه سرحدی لاره پرانیستله شوه.

زمونږ د خبریال د خبر له مخې د پاکستان د قبایلی مشرانو او جنوبی وزیرستان د جرګې د غړو د پریکړې په اساس د افغانستان پکتیکا ولایت سره د سویلی وزیرستان د انګوراډې سرحدی لاره خلاصه شوه.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم او چمن دوه ستر سرحدونه له دې مخکښې خلاص شوی وو.

په پاکستان کښې د څه مودې مخکښې ترهګرو حملو او چاودنو چې له سلو زیات کسان پکښې وژل شوی وو، د پاکستان او افغانستان خپل مینځی اړیکې لانجمنې کړې وې او په دې وجه اسلام آباد له افغانستان سره خپلې سرحدی لارې بندې کړې وې.