دپاکستان دپوځ پخوانی مشر عربستان ته روان شو .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45682-دپاکستان_دپوځ_پخوانی_مشر_عربستان_ته_روان_شو_.
زمونږ خبریال وایی د پاکستان حکومت د سعودی عربستان ترمشرۍ لاندې د ائتلاف د مشرۍ کولو لپاره د پوځ پخوانی مشر راحیل شریف ته اجازه لیک ورکړی او هغه اوس په یوې الوتکې کښې ریاض ته روان شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2017 10:35 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان عربستان په ټولو اسلامي هیوادونو کښې دترهګرو ډلو جوړونکی او مالي  مرسته کونکی هیواد دی .
    سعودي عربستان عربستان په ټولو اسلامي هیوادونو کښې دترهګرو ډلو جوړونکی او مالي مرسته کونکی هیواد دی .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان حکومت د سعودی عربستان ترمشرۍ لاندې د ائتلاف د مشرۍ کولو لپاره د پوځ پخوانی مشر راحیل شریف ته اجازه لیک ورکړی او هغه اوس په یوې الوتکې کښې ریاض ته روان شوی .

دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې د نهودیرشو(۳۹) هیوادونو تش په نامه ائتلاف د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد جوړ شوی دی او دپاکستان حکومت په دې هکله له پارلمان سره هیڅ سلامشوره نه ده کړی .

دپاکستان دپوځ دپخوانی مشر راحیل شریف لخوا دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دجعلی ائتلاف دمشرۍ دمنلو په وجه په هیواد او خارج کښې یوشمیر مخالفتونه رامینځته شوی دی .

دپاکستان دحکومت مخالفو سیاسی ګوندونو دعربستان ترمشرۍ لاندې پوځی ائتلاف کښې د اسلام اباد  د شاملیدا په اړه اعتراض کړی او ویلی دی چې دغه ائتلاف به دمسلمانو هیوادونو ترمینځ فرقه ای جنګونه  زیات کړی .

دایران اسلامی جمهوریت له مخکې څخه ددغه ائتلاف په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړی او هغه یې دتهران پرضد  اقدام بللی دی .

سعودی عربستان عربستان په ټولو اسلامی هیوادونو کښې دترهګرو ډلو جوړونکی او مالی  مرسته کونکی هیواد دی .