دپاکستان سیاسی ګوندونو په حکومت دباو زیات کړی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45686-دپاکستان_سیاسی_ګوندونو_په_حکومت_دباو_زیات_کړی_.
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دحکومت مخالفو سیاسی ګوندونو نن د واکمن مسلم لیګ ګوند دنواشریف څانګې او د لومړی وزیر نوازشریف پرضد دباو زیات کړی او په یوه خوله یې د نواشریف د استعفا کیدا او په پارلمان کښې یې د پاناماګیټ په نوم د درغلۍ د دوسیې په اړه یې دسترې محکمې د پرون ورځې فیصلې په باره اعتراض وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2017 11:27 Asia/Kabul
  • دنواز شریف کورنۍ دپاکستان له جاسوسۍ ادارې  ايي  ایس ايي (ISI)، امنیتي ادارو ، د  اسعارو له کمیسیون ، او مرکزي بانک سره اړیکې لري .
    دنواز شریف کورنۍ دپاکستان له جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي (ISI)، امنیتي ادارو ، د اسعارو له کمیسیون ، او مرکزي بانک سره اړیکې لري .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دحکومت مخالفو سیاسی ګوندونو نن د واکمن مسلم لیګ ګوند دنواشریف څانګې او د لومړی وزیر نوازشریف پرضد دباو زیات کړی او په یوه خوله یې د نواشریف د استعفا کیدا او په پارلمان کښې یې د پاناماګیټ په نوم د درغلۍ د دوسیې په اړه یې دسترې محکمې د پرون ورځې فیصلې په باره اعتراض وکړ .

دپاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامی ګوندونو په اسلام اباد کښې دسیاسی ګوندونو له غونډې وروسته جلا جلا خبری کانفرسونه وکړل .

دپاکستان د لومړی وزیر نوازشریف او دهغه دکورنۍ لخوا دمالی فساد او درغلۍ په اړه د سترې محکمې  دفیصلې په باره کښې دحکومت دمخالفو سیاسی ګوندونو یوه (۱)غونډه نن  په اسلام اباد کښې وشوه چې مشرۍ یې د پیپلز ګوند دوو(۲)  مهمو مشرانو خورشید شاه او اعتزاز احسن کوله .

دپاکستان دحکومت مخالفوسیاسی ګوندونو په ډله ایز ډول دغه فیصله وکړه چې دلومړی وزیر نوازشریف د استعفا غوښتنه وکړی او دسترې محکمې دفیصلې پرضد په ولسی او مشرانو جرګو کښې اعتراض وکړی .

دپاکستان دپیپلز ګوند مهمو مشرانو اعتزاز احسن او  خورشید شاه دسیاسی ګوندونو له غونډې وروسته په یوه (۱)خبری کانفرنس کښې  د لومړی وزیر نواشریف د کورنۍ په اړه د ګډې تحقیقاتی ډلې  جوړیدل رد  کړل او زیاته یې کړه دنواز شریف کورنۍ دپاکستان له جاسوسۍ ادارې  ایی  ایس ایی (ISI)، امنیتی ادارو ، د  اسعارو له کمیسیون ، او مرکزی بانک سره اړیکې لری .

هغه دغه پوښتنه وکړه چې یو  کارکونکی به  څرنګه په شفاف ډول دبل کارکونکی په اړه پلټنه وکړی .

خورشید شاه وویل مونږ تل دجمهوریت د بچ کیدا لپاره په تیروخت کښې له لومړی وزیر نواشریف څخه غوښتل چې له استعفا ورکولو ډډه وکړی .

هغه وویل مونږ دجمهوریت لپاره تل له نوازشریف سره ولاړ وو .

دپاکستان دپیپلز ګوند بل مشر چوهدری اعتزاز احسن هم وویل دا دسترې محکمې  رواج دی چې د نوازشریف دکورنۍ په هکله نرمښت ولری .

دغه راز د پاکستان د عوامی مسلم لیګ  ګوند مشر شیخ رشید هم له ټولو سیاسی ګوندونو وغوښتل چې دحکومت پرضد ستر ائتلاف جوړ کړی .

دپاکستان دجماعت اسلامی مشر سراج الحق هم په اخلاقی ډول د لومړی وزیر نوازشریف د استعفا غوښتنه وکړه .