دپاکستان سیاسی ګوندونو په حکومت دباو زیات کړی .
-
دنواز شریف کورنۍ دپاکستان له جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي (ISI)، امنیتي ادارو ، د اسعارو له کمیسیون ، او مرکزي بانک سره اړیکې لري .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دحکومت مخالفو سیاسی ګوندونو نن د واکمن مسلم لیګ ګوند دنواشریف څانګې او د لومړی وزیر نوازشریف پرضد دباو زیات کړی او په یوه خوله یې د نواشریف د استعفا کیدا او په پارلمان کښې یې د پاناماګیټ په نوم د درغلۍ د دوسیې په اړه یې دسترې محکمې د پرون ورځې فیصلې په باره اعتراض وکړ .
دپاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامی ګوندونو په اسلام اباد کښې دسیاسی ګوندونو له غونډې وروسته جلا جلا خبری کانفرسونه وکړل .
دپاکستان د لومړی وزیر نوازشریف او دهغه دکورنۍ لخوا دمالی فساد او درغلۍ په اړه د سترې محکمې دفیصلې په باره کښې دحکومت دمخالفو سیاسی ګوندونو یوه (۱)غونډه نن په اسلام اباد کښې وشوه چې مشرۍ یې د پیپلز ګوند دوو(۲) مهمو مشرانو خورشید شاه او اعتزاز احسن کوله .
دپاکستان دحکومت مخالفوسیاسی ګوندونو په ډله ایز ډول دغه فیصله وکړه چې دلومړی وزیر نوازشریف د استعفا غوښتنه وکړی او دسترې محکمې دفیصلې پرضد په ولسی او مشرانو جرګو کښې اعتراض وکړی .
دپاکستان دپیپلز ګوند مهمو مشرانو اعتزاز احسن او خورشید شاه دسیاسی ګوندونو له غونډې وروسته په یوه (۱)خبری کانفرنس کښې د لومړی وزیر نواشریف د کورنۍ په اړه د ګډې تحقیقاتی ډلې جوړیدل رد کړل او زیاته یې کړه دنواز شریف کورنۍ دپاکستان له جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی (ISI)، امنیتی ادارو ، د اسعارو له کمیسیون ، او مرکزی بانک سره اړیکې لری .
هغه دغه پوښتنه وکړه چې یو کارکونکی به څرنګه په شفاف ډول دبل کارکونکی په اړه پلټنه وکړی .
خورشید شاه وویل مونږ تل دجمهوریت د بچ کیدا لپاره په تیروخت کښې له لومړی وزیر نواشریف څخه غوښتل چې له استعفا ورکولو ډډه وکړی .
هغه وویل مونږ دجمهوریت لپاره تل له نوازشریف سره ولاړ وو .
دپاکستان دپیپلز ګوند بل مشر چوهدری اعتزاز احسن هم وویل دا دسترې محکمې رواج دی چې د نوازشریف دکورنۍ په هکله نرمښت ولری .
دغه راز د پاکستان د عوامی مسلم لیګ ګوند مشر شیخ رشید هم له ټولو سیاسی ګوندونو وغوښتل چې دحکومت پرضد ستر ائتلاف جوړ کړی .
دپاکستان دجماعت اسلامی مشر سراج الحق هم په اخلاقی ډول د لومړی وزیر نوازشریف د استعفا غوښتنه وکړه .