د عربستان پولو ته د پاکستانی پوځیانو لیږدیدل
Apr 21, 2017 13:09 Asia/Kabul
پاکستان سعودی عربستان ته د خپلو پینځه زرو پوځیانو په لیږدولو سره په عملی توګه د یمن پر ضد د آل سعود رژیم په جنګ کښې ځان ښکیل کړی.
د العالم چینل له راپور سره سم،یوه جګپوړی پاکستانی چارواکی چې غوښتل یې نوم یې په ډاګه نه کړای شی،وویل:د پاکستان دولت له یمن سره د سعودی عربستان پولو ته د خپلو ۵۰۰۰ پوځیانو له لیږدولو سره موافقه کړی ده.
ویل کیږی له دغه اقدامه د اسلام آباد موخه د یمن د پوځ او حوثیانو د حملو په وړاندې د سعودی عربستان ساتنه ده او هغه پاکستانی پوځیان چې د عربستان پولو ته لیږدول کیږی د یمن د پوځ د حملو یا پرمختګ په وړاندې به د پوځی تاسیساتو ساتنه وکړی.
دا په داسې حال کښې دی دمګړۍ یو زر و دوه سوه پاکستانی پوځیان په عربستان کښې سعودی پوځیانو ته روزنه هم ورکوی.