دپامانا دډرامې تر پوښښ لاندې عربستان ته د راحیل شریف استول :
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45724-دپامانا_دډرامې_تر_پوښښ_لاندې_عربستان_ته_د_راحیل_شریف_استول
زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف دسعودی عربستان په مشرۍ د پوځی ائتلاف د قوماندنۍ پرغاړه اخیستلو لپاره د خپل هیواد له حکومت او پوځ څخه رضایت لیک یعنی این او سی (NON OBJECTION CERTIFICATE)ترلاسه کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2017 09:33 Asia/Kabul
  • اسلام اباد شپیته کاله مخکې هم دامریکا په دباو سره دبغداد تړون چې دفلسطین پرضد وو لاسلیک کړی وو .
    اسلام اباد شپیته کاله مخکې هم دامریکا په دباو سره دبغداد تړون چې دفلسطین پرضد وو لاسلیک کړی وو .

زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف دسعودی عربستان په مشرۍ د پوځی ائتلاف د قوماندنۍ پرغاړه اخیستلو لپاره د خپل هیواد له حکومت او پوځ څخه رضایت لیک یعنی این او سی (NON OBJECTION CERTIFICATE)ترلاسه کړه .

رسیدلی راپورونه وایی چې ریاض ته د پاکستان د پوځ دپخوانی مشر  د ورتلو لپاره سعودی  عربستان یوه خصوصی الوتکه لاهور ته استولی وه او راحیل شریف له خپلې  میرمنې او مور سره یوځاې سعودی عربستان ته رسیدلی .

دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په دې اړه وویل دحکومت لخوا دپوځ پخوانی مشر راحیل شریف ته این او سی (NON OBJECTION CERTIFICATE)دقانون پراساس ورکړل شوه .

دپاکستان پوځی سرچینو رسنیو ته وویل ددغه هیواد دپوځ لوی درستیزوالې هم دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې دعربی ائتلاف د قوماندنۍ پرغاړه اخیستلو لپاره خپل رضایت یعنی این او سی(NON OBJECTION CERTIFICATE) ورکړی ده .

دپاکستان رسنیو راپور ورکړی د سعودی عربستان لخوا د پوځی ائتلاف د قوماندنۍ پرغاړه اخیستلو موده به درې (۳)کاله وی خو دغه معلومه نه ده چې د سیاسی ګوندونو  چې دعربی ائتلاف دقوماندنۍ پرغاړه د اخیستلو لپاره عربستان ته د پوځ دپخوانی مشر جنرال راحیل شریف له استولو سره مخالف وو اعتماد ترلاسه کړی شوی دی او که نه .؟

که څه هم دپاکستان حکومت ددغه موضوع له لومړیو څځه یوډول په ټکو سره لوبه کوله کله نه کله یې ویل چې تراوسه د عربستان ترمشرۍ لاندې دائتلاف جزیات معلوم نه دی او ددغه عربی ائتلاف دقوماندنۍ دجزیاتو له معلومیدا وروسته به جنرال راحیل شریف ددغه ائتلاف مشرۍ پرغاړه واخلی .

دپاکستان چارواکو به کله نه کله ویل چې متقاعد جنرال راحیل شریف به د عربی ائتلاف دقوماندنۍ پرغاړه اخیستلو سره دبل هیڅ هیواد پرضد جنګ ته ورګډ نشی  چې دا هم یوه (۱)عجیبه موضوع ده د داسې ائتلاف چې په ښکاره یې د یمن دخلکو پرضد جنګ ورتپلی دی مشرۍ پرغاړه واخلی او خو نوموړی  هیواد جنګ ته ورګډ نشی .

داپه داسې حال کښې دی چې دپاکستان یوه لوړرتبه چارواکی چې غوښتل نوم یې ایشوا نشی وویل دپاکستان حکومت موافقه کړی ده چې خپل پینځه زره (۵۰۰۰)پوځیان دیمن او دسعودی عربستان ترمینځ سرحد کښې دیره کړی .

اوس دا پوښتنه مطرح ده چې دیمن په سرحد کښې دپاکستان د زرګونو پوځیانو دیره کیدل دیوه(۱) خپلواکه هیواد پرضد جنګ نه ګڼل کیږی .؟

البته د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی هم څو ورځې مخکې له دې موضوع پرده پورته کړه او په واضح ډول یې وویل پاکستان دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دپوځی ائتلاف دجوړیدا له لومړیو څخه ددغه ائتلاف غړی وو .

دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم د روان میلادی کال په جنورۍ میاشت کښې په دغه موضوع اعتراف کړی وو چې د پوځ دپخوانی مشر جنرال راحیل شریف لخوا دعربی پوځی ائتلاف دقوماندنۍ دترلاسه کولو موضوع له لومړیو څخه د پاکستان د حکومت او د عربستان دشاهی حکومت دموافقې وړ ګرځیدلی وه او اوس دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف د تحریک انصاف په شمول دهیواد  دځینو سیاسی ګوندونو له مخالفت او دمشرانو او ولسی جرګې دمخکنیو فیصلو پرخلاف چې دیمن جنګ ته دپاکستان دپوځ په ورګډیدا یې بندیز لګولی وو عربستان ته ورغی .

البته پاکستان سعودی عربستان ته د پوځ دپخوانی مشر جنرال راحیل شریف انتقالول  د پاناما د مالی درغلۍ په اړه له شورماشور سره یوځاې کړل چې دهیواد عمومی افکار د پاناما په رسواۍ بوخت وساتی .

دپاکستان سیاسی ګوندونو او خلکو د پاناما د مالی درغلۍ په اړه فکر کاوه او ټول باوری وو چې دلومړی وزیر نوازشریف چې دخپلو دوو(۲) زامنو او لور په وسیله د پیسو دغلا کولو چې ډیرې پیسې یې خارجی موسسو او شرکتونو ته انتقال کړی دی او ددغو شرکتونو په جوړولو کښې یې لاسونه هم لرلی دی صلاحیت رد کړی خو سترې محکمې دنوازشریف صلاحیت رد نکړ او هغه بچ پاتې شو .

دپاکستان سترې محکمې سپریم کورټ په تیرې پنجشنبې په دې اړه خپله فیصله اعلان کړه داپه داسې حال کښې دی  چې دغه فیصله په تیرې فرورۍ میاشت کښې غوره شوی وه چې پراساس یې د سترې محکمې دتحقیقاتی ډلې له پینځو(۵) قاضیانو دوو(۲)  دغه فیصله کړی وه چې دلومړی وزیر نوازشریف صلاحیت دې رد شی خو دریو (۳)نورو قاضیانو بیا له دغه نظر سره مخالفت درلود .

اوس وټاکل شوه چې د پاکستان دفیډرال تحقیقاتی ادارې ایف ایی ای(FIA) په مشرۍ یوه بله قضایی تحقیقاتی ډله د هیواد د استخباراتی ادارې ایی ایس ایی(ISI) او د پوځی استخباراتی ادارې ایم ای(IM) دغړیو په ګډون سره په راتلونکو دوو(۲) میاشتو کښې دلومړی وزیر نوازشریف د درغلیو په دوسیې بیا غور وکړی چې له لومړی وزیر او دهغه له دوو(۲) زامنو حسن نواز او حسین نواز څخه به هم پوښتنې ګرویژنې وکړی .

البته د پاکستان دلومړی وزیر لور میرمن مریم نواز شریف چې په لندن کښې د جائیداد او کورونو په  اخیستلو تورنه وه تبرئه شوی ده چې اوس دغه پوښتنه مطرح ده که چیرې سترې محکمې ددغه دوسیې په اړه د جدی غور کولو او د فاینل فیصلې کولو جرات نه درلود نو دڅه لپاره یې په دغه دوسیې دغور کولو او د فیصلې دترسره کولو مسولیت پرغاړه اخیستی وو او له هماغه لومړیو څخه به یې دمالی درغلۍ دغه دوسیه استخباراتی ادارې ایی ایس ایی (ISI)او پوځ ته ورسپارله .

خو اوس دغه پوښتنه هم مطرح ده که چیرې دیوه هیواد ستره محکمه ونشی کولای یوه دوسیه سر ته ورسوی  د جاسوسۍ ادارې او حکومتی چارواکی به څرنګه دغه دوسیه سر ته ورسوی مګر داچې یوه بې ساری پیښه رامینځته شی .

په هر حال دپاکستان سترې محکمې په دغه نمایشی فیصلې او ډرامې سره دپاکستان خلک مسخره کړل او خلک یې په دغه دوسیې بوخت کړل او ددغه دوسیې تر پوښښ لاندې دپاکستان پوځ دامریکا ددباو په وجه دمسلمانانو ترمینځ د نفاق د رامینځته کولو لپاره د سعودی عربستان نوکر شو چې البته دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان داسلام ددښمانانو دا‌ډول نوکرۍ کوی بلکې اسلام اباد شپیته کاله مخکې هم دامریکا په دباو سره دبغداد تړون چې دفلسطین پرضد وو لاسلیک کړی وو .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر

داپریل ۲۱ نیټه