راحیل شریف د اسلامی هېوادونو پوځی ائتلاف مشرۍ لپاره سعودی ته ولاړ
د پاکستان د پوځ مخکینی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د سعودی عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد د جوړ شوی اسلامی هېوادونو د پوځی ائتلاف د مشرۍ لپاره سعودی عربستان ته ولاړ.
پاکستانی رسنۍ د جمعې په ورځ ددې هیواد د دفاع وزیر، خواجه اصف، په حواله ویلی، چې د دغه هیواد د دفاع وزارت د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف تر منظورۍ وروسته، جنرال راحیل شریف ته ددغه پوځی ائتلاف د مشر په توګه په دغه ائتلاف کې د ګډون منظوری ورکړې ده.
ښاغلی اصف وویل:
"سعودی عربستان د اسلامی هېوادونو د پوځی ائتلاف د مشر په توګه د جنرال راحیل شریف په ټاکنه کې ځانګړې دلچسپی ښودلې وه چې بیا وروسته مرکزی حکومت جنرال راحیل شریف ته په دغه پوځی ائتلاف کې د مشر په توګه د ګډون اجازه ورکړه."
د پاکستان یو شمیر خبری تلویزیونونو همداشان هغه ویډیو هم خپره کړې؛ چې پکې جنرال راحیل شریف له خپلې کورنۍ سره یوځای په ځانګړې الوتکه کې سعودی عربستان ته د روانیدو په حال کې ښیی.
د سعودی عربستان په مشرۍ د اسلامی هېوادونو د پوځی ائتلاف د مشرپه توګه د متقاعد جنرال راحیل شریف ټاکل هغه موضوع وه چې په دې وروستیو کې پرې پاکستان کې ډېر بحث روان و اد حکومت په ګډون پرې ددغه هېواد سیاسی ګوندونو بېلابېلې تبصرې کولې.